۱۳۸۸ مرداد ۲۸, چهارشنبه

په ټولنه کې د ځوانانو ارزښت او د هغوى دندې

ځوانان د ټولنې يوه داسې سرمايه ده که د ټولنې د پرمختګ لپاره سره لاسونه يو کړي نو د سترو بدلونونو لامل ګرځيدلى شي .په ځانګړي توګه هغه ځوانان چې د سواد په ګاڼه سمبال وي دوي کولاى شي خپل ارزښت په ټولنه کې وپيژني او هغه مسووليتونه ته متوجه شي چې دوي پورې اړه لري .او په ټولنه کې د يو مخلص خدمتګار او خيرخوا انسان په

توګه دندې تر سره کړې، نو د ټولنې د ستر پرمختګ سبب کېداى شي ، ځوانان د يوې ټولنې مټي دي اود د خپلو مټو په قوت او د قوي
استعداد په لرلو سره کولاى شي د ټولنې د پرمختګ
سبب شي نو د ټولنې د وګړو سترګې هم هميشه د ځوانانو د مثبت اقدام په لوري وي .
په افغاني ټولنه کې ځوانان يواز ې په نارينه جنس پورې تړلي دي ، مګر د ځوانانو په قطار کې پيغلى نجونې هم شاملې دي د ملالۍ پشان پيغلې هم د ځوانانو څخه کمې ندي که يوه کورنۍ په نظر کې ونيسو ،په يوه کورنۍ کې درې طبقي خلک ژوند کوي سپين ږيرې يا مشران ، ځوانان او درېمه طبقه کوچنيان دي نو د سپين ږيرو خدمت او د

کوچنيانو روزنه د ځوانانو پر غاړه ده .
ټولنه د يوې کورنۍ حيثيت لري او د ټولنې د وګړو سترګې هم د ځوانانو د خدمت په لوري دي څرنګه چې د اسلام مقدس دين له مخې د ځوانانو عبادت اهميت لري ، نو که ځوانان خپل ورسپارل شوي مسووليتونه په ريښتيني توګه سرته ورسوي نو دا هم عين عبادت دي او په څنګ کې د هېواد د پرمختګ تر ټولو غوره سرچېنه ده ،او که چېرې دغه

ځوانان خپلي دندې او مسووليتونه په سمه توګه تر سره نه کړي نو د خداى(ج) او د هغه رسول په وړاندې او د ټولنې د وګړو په وړاندې هم مسوول دي ، او د بلې خوا به ټولنه د صعود څخه نزول په طرف ميلان وکړي، نو ځوانانو ته ضروري ده، چې د خپل وران ويجاړ وطن د بيا جوړولو پخاطر سره يو موټي شي خپل نظريات ، مهارتونه

او تجربې سره شريکې کړي او د هېواد د پرمختګ لپاره مثبت اقدامات وکړي خو د هر څه نه مخکې ځوانان بايد په خپل ځان باندې باوري شي او د خپلې ټولنې د پرمختګ مصدر شي که موږ د افغانستان تېر تاريخ ته نظر وکړو ډېرو ځوانانو د خپلواکۍ د پاره د وينو قرباني ورکړي ده د مهاجرت په وخت ځوانان له ډېرو ستونزو سره مخامخ وو،

او د يو بل د حالت څخه نه خبريدل ، څرنګه چې اوس هم د هېواد اقتصادي او امنيتي وضع د ډاډ وړ نه ده ځوانانو ته لازمه ده ، چې د اينده نسل د پرمختګ لپاره دې له خپل قوي استعداد او حوصلې څخه کار واخلي او هغوې ته د پرمختګ زمينه برابره کړي تر څو اينده نسل ددې ځوانانو د خدمت څخه معقوله ګټه واخلي او همدغه نسل ددې ځوانانو

د خدمت پروسه لا پر مخ بوځي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر